امنیت

يوملکي وګړى په پروان کې ووژل شو

کابل باختردزمري دمياشتې ١٧ :
ناپيژاندو وسله والوکسانو يو سړى د پروان ولايت په مرکز چاريکارو ښارکې وواژه.
د پروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: ناپيژاندو وسله والوکسانو چې په موټر سايکل سپاره وو؛ په يوه سړي ډزې وکړې او هغه يې وواژه .
د ده د څرګندونوله مخې: د دغې وژنې انګيزه لا تراوسه پورې معلومه نه ده او پوليسو د دغې قضيې په اړوند لس تنه نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته