امنیت

يوه اندازه وسلې د ډاياک کميسيون ته وسپارل شوې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
يوه اندازه سپکې او درندې وسلې نن په بغلان ولايت کې د ډاياک کميسيون ته وسپارلې شوې .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو وسلوکې ٢٨ ميله ډول ډول وسلې او دوه نيم ټنه مهمات شته.
ده زياته کړه: دغه جنګي وسايل د پوليسو د ځواکونو له خوا د بېلابېلو عملياتو په بهيرکې چې د بغلان په مرکز او اړوند ولسواليوکې ترسره شول؛ د پوليسو لاسته ورغلي دي چې نن د ډاياک کميسيون ته وسپارل شول.
امرخيل وويل: د دغو پيښو په اړوند څلور تنه هم نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د روان کال په بهيرکې په اتو پړاونوکې د پوليسو له خوا ترلاسه شوې وسلې او مهمات د وسلو د راټولو له کميسيون ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته