سیاست

حامدکرزي د امریکا په بوستن ښار کې تروریستي بریدونه په کلکه وغندل

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٢٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د امریکا په بوستن ښارکې په دوو چاودنوکې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړه.
په هغې اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوې دي:
د رسنیو د رپوټونو له مخې، د امریکا په بوستن ښار کې پرون د ځغاستې د سیالۍ په پای کې د دوو چاودنو له امله څلورتنه و وژل شول او له سلو څخه زیات نور ټپیان شول.
د هېواد جمهوررئیس دغه بریدونه په کلکه وغندل، وې ویل: د افغانستان خلک چې له کلونو را په دې خوا د تروریستي بریدونو قرباني دي، د دا ډول بریدونو په نتیجه کې د ملکي وګړو د سر د زيان په درد او غم ښه پوهيږي.
جمهوررئیس د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د قربانیانو کورنیو او د امریکا خلکو ته وړاندې کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته