امنیت

د هېواد په ختیځ کې پنځه تنه وسله وال ووژل شول

جلال اباد باختر د کب دمیاشتې ۲۸ مه
د ننګرهار ولایت په  مومندرې ولسوالۍ  کې د وسله والو طالبانو د یوه سیمه يیز قوماندان په کډون پنځه تنه مخالفان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
ځایي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د افغان ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې  وژل شوي چې یو  شمېر درندې او سپکې وسلې یې هم  د  امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د هېواد په ختځ کې د څلورمې پلي لوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې تېره ورځ د مومندرې  ولسوالۍ د اته ویشتمې ویالۍ په سیمه کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
سنګین وايي چې  په دغه نښته کې  د عبدالعزیز په نامه د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ييز قوماندان او د یوه پاکستاني تبعه په ګډون پنځه تنه مخالفان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچينه زیاتوي چې په یاده نښته کې ملکي وکړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته