امنیت

دشهيدانو د ولسوالۍ خلکو وسله وال طالبان په شاه وتمبول

 .
٩-کابل باختر د تلې ٦
   دبدخشان ولايت په شهيدانو ولسوالۍ کې دياغي طالبانو وسله وال  بريد په شاوتمبول  شو
ويل کيږي چې دغه بريد پرون وشو او څو ساعته يې دوام وکړ او له امله يې دسيمې خلکو او پوليسو ته زيان نه دې اوښتى .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانى د امنيت آمر سمونوال سخي داد حيدري وويل: ياغي طالبانو ددغه ولايت دشهيدانو ولسوالۍ دپوليسو پر امنيتي پوستې بريد وکړ چې دپوليسو په مقاومت او ددغې ولسوالۍ دخلکو په همکاري په شاوتمبول شو .
په دې نښته کې  وسله والوطالبانو ته د سرزيان  اوښتي دي،  خو دقيق شمېر يې تراوسه پورې  نه دې څرګند شوى .
ديوبل خبر له مخې: ياغي طالبان پرون دبدخشان ولايت دخواهان  ولسوالۍ د دهريش دکلي پر امنيتي پوستې بريد وکړ چې دپوليسو له مقاومت سره مخامخ شول او د سر د زيان په زغملو سره  يې له ساحې څخه تيښته وکړه . په دې پريد کې پوليسو ته زيان نه دې اوښتى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته