کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٤ :
د روژې دمبارکې مياشتې د ټولنيزو، روحي او رواني او جسمي اړخونو کنفرانس د هرات په پوهنتون کې جوړشو.
ددغه پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالروف ثاقب د روژې
مبارکه مياشت د قرآن کريم د نزول مياشت وبلله چې د بشريت د ژوندانه او لارښووني ستر قانون دى.
د طب دپوهنځي استاد پوهنيار ډاکترمحمدعمرصميم د طب له نظره د روژې دګټو په باب خبرې وکړې او روژه يې د بدن په بيلابيلو برخو کې د غوړو توکو دراټوليدو د مخنيوي سبب او دغه راز د روح ، ارادې اوپه نفس دباور پياوړي کوونکى وباله او ويې ويل په نفس د باور رامنځته کول کولاى شي له انسان سره د روحې او جسمي ستونزو په وړاندې مرسته وکړي.
د شرعياتو دپوهنځي استاد پوهندوى عبدالرووف مخلص د روژې دمبارکې مياشتې د روحې او رواني اړخونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل روژه داسلام دروزنې يو ستر پروګرام دى او زياته يې کړه ، د روژې دمبارکې مياشتې فلسفه دتقوا پياوړتيا ده او انسان له روحي پلوه اړتيا لري چې له الله (ج ) سره اړيکه ولري چې د روژې نيول د تقوا تمرين او له الله (ج) سره د ژمنې نوي کول او دانسان دشخصيت نوي کول دي.
د شرعياتو د پوهنځي استاد پوهنيار ضيااحمد فاضلي د روژې دتاريخچې
دروژې دنيولو دشرايطو، د روژې دماتولو دعواملو او دغه راز دهغو کسانو
دحکم په باب چې د روژې دنيولو وړتيا نه لري برخه والو ته معلومات ورکړل.
5 1 دقیقه لوستل