مهترلام باختر د لړم ۱۴ مه
د لغمان ولایت چارواکي ادعا کوي چې په روانه اوونۍ کې د دغه ولایت د الیشنګ درې د شمګټ او قلعټک سیمو کې د وسله والو طالبانو شپږ تنه مهم قوماندانان وژل شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل: دغه قوماندانان چې مارشال, مختار, الله یار, عبدالجبار, کامران او طوفان نومېږي د بې پیلوټه الوتکې په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شویو بریدونو کې د شپږو قوماندانانو سربېره پنځه تنه طالبان نور هم وژل شوي او پنځه تنه ټپیان شوي دي.
ویل کېږي دغه وسله وال طالبان چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې وژل شوي د لغمان په ناامنه کولو کې مهم رول درلودل .پای/وصال