نړۍ

په بلوچستان کې دتروريستي بريد له امله درې تنه ووژل شول .

کويټه باختر د چنګاښ  پنځلسمه :
   دهغه  تروريستي بريد له امله چې پرون مازيګر  دبلوچستان ايالت په ګوادر  په بندر کې  ترسره شو څه ناڅه  درې تنه ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول .
دپاکستاني رسنيو  دخبر له مخې: يوې ډلې  وسله والو مليشو په ګوادر  بندر کې په يوې ساختماني  پروژې په بريد سره درې تنه کارګران په ډزو سره ووژل .
  دبلوچستان دپوليسو دخبر له مخې: يرغلګر  له تروريستي بريد وروسته له ډيل  پرته له ساحې څخه تښتيدلي تراوسه پورې  ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخسيتى .
دپاکستان دبلوچستان ايالت ددغه هيواد ډير محروم ايالت بلل کيږي او ددولت او دامنيتي ځواکونو له خوا  دکافي کنترول  دنشتوالي له امله دغه ايالت دپوځي مليشه ډلو او دنشه يي توکو دقاچاق وړونکو په مرکز بدل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته