ټولنه

اعتراض کوونکو د ولسي جرګې له وروستي ليست څخه د عطامحمد دهقانپور د نامه د حذفولو غوښتنه وکړه

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٣نيټه : په غور ولايت کې يوشمېر اعتراض کوونکو نن د ولسي جرګې د انتخاباتو له وروستي ليست څخه د رئيس عطامحمد دهقانپور د نامه د حذفولوغوښتنه وکړه . د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: د غور ولايت د دولتيار ولسوالۍ د سردارو دقوم يوشمېرغړي د فيروز کوه ښار واټونو ته را وتل او په عطامحمد دهقانپور يې د انساني جنايت او د دولتيار د ځمکو د غصبولو تور ولګاوه او په دې برخه کې له دولت څخه د عدالت غوښتنه وکړه . د انتخاباتي شکايتونو د خپلواک کميسيون، رييس عطامحمد دهقانپور يې د سندونو له څيړنې او دفاعيې له اوريد وروسته هغه يې بيا د ولسي جرګې د انتخاباتو په وروستي ليست کې شامل کړ. څو ورځې مخکې د دولتيار ولسوالۍ د تايمنو د قوم يوشمېر غړو په يوه اعتراض کې د ولسي جرګې دانتخاباتو په ليست کې دعطامحمد دهقانپوردشاملولوغوښتنه کړې وه . پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته