امنیت

د طالبانو دوه تنه همکاران ونيول شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٨
دبلخ ولايت پوليسو دوه تنه نن له طالبانو سره د همکارۍ په تور ونيول.
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه دوه تنه د شولګرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت دپوليسو له خوا ونيول شول چې د طالبانو تبليغاتي پاڼې او پيغامونه يې خلکو ته رسول .
دراني زياته کړه: د طالبانو ددغو له دوو تنو همکارانو څخه د ملي پوليسو له خوا تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته