کابل باختر د وږي اووه ويشتمه :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ، حکمت جليل کرزي پرون دافغانستان او پاکستان لپاره دبريتانيا دشاهي هيواد له ځانګړي استازي ښاغلي اوون جنګنز سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دبهرنيوچارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې دواړو لورو په برياليتوب سره په کابل کې دريکا _ ٦ او دجګپوړو مقاماتو دوروستيو غونډو دجوړيدو ، دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې په اويايمه غونډه او دهغې تر څنګ دافغانستان په باب مهمو غونډوکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجګپوړي هيئت په ګډون دافغانستان دحکومت دسولې دهڅو ، دافغانستان او پاکستان ترمنځ داړيکو او دافغانستان اوبريتانيا په دوه اړخيزو اړيکو پورې دځينو اړوندو مسئلو په باب خبرې وکړې .