سیاست

جمهور رئیس غني: افغانستان نه شي کولای په نا انډولیز حالت کې ژوند وکړي

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٢٠مه:
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، په ملي شورا کې د هېواد د پنځو لویدیځو ولایتونو له استازو سره تېرماښام په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې په ملي شورا کې د هرات، غور، بادغیس، فراه او د نیمروز د ولایتونو استازو په بېلابېلو برخوکې د خپلو ولایتونوستونزې د هېواد له جمهور رئیس سره طرحه او په دغو ولایتونوکې یې د امنیتي حالت د ښه والي، د سړکونو د جوړولو، د امنیتي ځواکونو د زیاتوالي، روغتیایي خدمتونو ته د لاس رسي، د پوهنې د حالت د ښه والي، له اداري فساد سره د مبارزې او د بنسټيزو پروژو د هغو له جملې څخه د برېښنا د بندونو د کار بشپړېدو ته د حکومت د لا ډیرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس غني د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو د وکیلانو د غوښتنو او وړاندیزونو له آورېدو وروسته، په دې ترڅ کې چې له ملي شورا سره یې د دوامدارو اړیکو لرل خپل مهم هدفونه وبلل، ويې ویل چې حکومت د افغانستان د ټولو ولایتونو د ودې او پراختیا لپاره پراخ پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي چې له دې جملي څخه جنوب لوېدیځه حوزه د خاص اهمیت لرونکې ده.
محمد اشرف غني زیاته کړه: افغانستان په اتو اقتصادي او انکشافي زونونو بدلوو چې په دې ترتیب سره د هر ولایت د انکشاف ونډه معلومه شي.
ده دغه راز وویل چې د هېواد ملي بنسټيز پلان تر راتلوونکو شپږو میاشتو پورې بشپړیږې.
جمهور رئیس څرګنده کړه چې د هېواد د ټولو ولایتونو ستونزو ته د رسیده ګۍ لپاره د لنډ مهال، منځ مهال او اوږد مهال حل لارو ته اړتیا ده.
جمهور رئیس غني هغو خنډونو ته د اشارې په ترڅ کې چې د ملي پروژو د پلي کېدو په لاره کې د زور واکو لخوا رامنځته کیږي؛ وویل: " زه حاضر نه یم  چې زور واکو ته باج ورکړم، بلکې له هغو کسانو سره  به جدي قانوني چلند وشي چې د قانون د پلي کېدو په لاره کې خنډ کیږي."
د افغانستان جمهور رئیس په ټول هېواد، په ځانګړي ډول په جنوب لویدیځه حوزه کې د انډولیز انکشاف پر ارزښت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې افغانستان نه شي کولای په نا انډولیز حالت کې ژوند وکړي.
جمهور رئیس غني په دغو ولایتونوکې د امنیتي ځواکونو د زیاتوالي په اړه د دغو وکیلانو غوښتنې ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې یو شمېر ستونزې د امنیتي ځواکونو د کافي شمېر د نه شتون له امله نه دي رامنځته شوې، بلکې له دغو ځواکونو څخه موثر استفاده نه ده شوې.
د دغې کتنې په پای کې جمهور رئیس غني وویل چې د دغه زون نورو ستونزو ته به هم رسیده ګي وشی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته