اسلام اباد باختر د تلې نولسمه :
داسلام اباد او واشنګتن ترمنځ دسياسي تاوتريخوالي له زور اخستو وروسته دپاکستان دکورنيو چارو وزير حسن اقبال دشنبې په ورځ ديو درې ورځنۍ رسمي سفر لپاره امريکا ته روان شو .
دايرنا خبري اژانس دپاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ. امريکا ته دپاکستان دکورنيو چارو دوزير دسفر موضوع داسلام اباد او واشنګتن ترمنځ دوروستي تاوتريخوالي په باره کې خبرې اترې دي . امريکا ته داقبال سفرتيره اوونۍ واشنګتن ته دپاکستان دبهرنيو چارو دوزير خواجه محمد اصف له سفر او دده له امريکايي سيال تيلر سون سره دده له کتنې وروسته ترسره کيږي .
دپاکستان راډيو پرون په يو خبر کې اعلام وکړ چې اقبال واشنګتن ته دخپل سفر په بهير کې دنړيوال بانک په کلنيو غونډو کې هم ګډون کوي .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل