-بيت المقدس /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
دکروناويروس په اړوند دمحدوديتونو په کمښت سره په بيت المقدس کې حرم شريف بيا پرانستل شو .
په سلګونو مسلمانانو دغه سيمه وکتله .، دغه سيمه مسلمانانو ، يهوديانو او مسيحيانو ته مقدس دى .
امنيتي ځواکونو د نااراميو درامنځته کېدو داندېښنو په دليل له پخوا څخه تيارسى شوې و چې دليل يې دبيت المقدس په زاړه ښار کې داسرائيلو دپوليسو له خوا يو فلسطينى وژل کېدل دى .
درارسيدلو خبرونوله مخې، قرباني شخص يو ٣٢ کلن رواني ناروغ و ، چې دغه پېښه په اسرائيلو کې دفلسطينيانو دغوصې سبب شو .
دبيت المقدس په زاړه ښار مسجد الاقصى مسلمانانو ته دريم مقدس مکان دى .
چې دکرونا ويروس دخپرېدو په دليل دمارچ دمياشتې په نيمايي کې وتړل شو
دغه مکان يهوديانو اومسحييانو ته مقدس دى .
ختم _ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل