٢٨ – کابلباختر د مرغومي ١٠ مــــــــــــه
د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حا مد کرزي اود فرانسي ددفاع وزير ژراردلانګو ددوا ړو هيوادو نو ترمنځ د استراتيژيکي تړون په باب چې د تد وين کاريې په وروستې پړا و کې دى خبري و کړې
د باختر ا طلاعا تي ا ژانس ته د جمهوري رياست د مطبو عا تي دفتر د معلو ما تو له مخې :
دوي په دې کتنه کې چې نن له غر مې مخکې يې په ارګ کې و کړه د استرا تيژيکي تړون دلاسليک په باب پرمختګو نه وڅيړل چې ټا کل شوې ده دروان ميلادي کال د جنوري د مياشتې په وروستيو وختو کې د افغا نستان او فرا نسي ترمنځ لاسليک شي
دغه را ز د فرانسي ددفاع وزير د امنيتي مسووليتو نو د ليږد ونې د پرو ګرام دپرمختګ او له دې ا مله چې د سرو بي ولسوالۍ چې يو شمير فرا نسوي سر تيري په دغه ځاى کې ديره دي د ليږد ونې په دويم پړا وکې شا مله شوې ده خو ښي څرګنده کړه
ده هيله و کړه چې د امنيتي مسووليتو نو د ليږد ونې پرو ګرام پړاو په پړ او په برياليتو ب سره پرمخ لاړشي او وپه پاى کې افغان امنيتي ځواکو نه په دې بريالى شي چې د خپل هيواد د امنيت تا مينول په بشپړه تو ګه په غا ړه وا خلي
دغه را ز ددغې کتنې په بهير کې د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس دوه ورځې مخکې په کاپيسا ولايت کې ددوو تنو فرانسوي سر تيرو د وژل کيدو په خا طر دډاډ ګيرنې او خوا خو ږۍ مراتب څرګند کړل او په دې ترڅ کې يې د افغا نستان د ملي اردو په روزنه کې د فرا نسي دهمکاريو له ا مله قدردا نۍ و کړه
فرا نسه اوس د ايساف دځوا کو نو په چو کاټ کې درې زره شپږ سوه سر تيري لري چې زيا تره يې په کاپيسا ولايت او په سرو بي ولسوالۍ کې ديره دي