TOPورزش

د هند کرکټ غوره لیګ؛ نن حیدراباد او بنګلور سره سیالي کوي

کابل/ د وږي ٣١مه / باختر د هند د کرکټ په غوره لیګ کې به د سنرایزرز حیدراباد او رویال چلنجنرز بنګلور ټیمونه سره مخ شي. دا لوبه د دوبۍ په نړیوال کرکټ سټډیوم کې ماښام مهال پیلېږي. په حیدراباد لوبډله کې د افغانستان دوه وتلي لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم لوبېږي. راشد خان داسې مهال لوبېږي چې پرون یې د زوکړې دوه ویشتمه کالیزه وه او سنرایزر ټیم ورته مراسم نیولي و. د هند د کرکټ غوره لیګ سږ کال د کرونا وبا د خپرېدو له امله د هندوستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې د شنبې له ورځې څخه پیل شوی دی. تېره شپه هم په دې لوبو کې ډلي کپټلز ټیم د کینګز پنجاب لوبډله ماته کړه. که څه هم افغان لوبغاړي مجیب الرحمن د کینګز پنجاب د ټیم غړی دی خو بېګا په لوبه کې چانس نه و ورکړل شوی. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته