نړۍ

په سوريه کې دهوايي بريد له امله شل تنه ووژل شول .

دمشق باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
دسوريې هليکوپترونو  له اردون سره ددغه هيواد په پوله کې دمهاجرينو يو کمپ  بمباري کړ چې له امله يې شل تنه ووژل شول .
باختراژانس درويترزدخبري اژانس له خولې خبر راکړ :دغه بمباري پرون وشوه اوښځې او ماشومان هم په وژل شويو کسانو کې ترسترګو کيږي .
دسيمې اوسيدونکو وويل، څو بيرلي  بمونه چې کارول  يې دلويديځو هيوادونو له خوا منع کړى شوي دي له اردن سره دسوريې  دپولې په دوه کيلومتري واټن شجرا کلي کې غورځول شوي دي، په سلګونو کورنۍ دسوريې په جنوب  کې ددغه هيواد دحکومت دمخالفينو او دسوريې  دپوځيانو ترمنځ دسختو نښتو له امله تښتيدلي دي   او له اردن سره ددغه هيواد پولې ته څيرمه يوه ښارګوټي ته يې پناه وړې ده.
په سوريه کې  ددرې کلنې کورنۍ جګړې له امله څه دپاسه يوسلو شپيته زره تنه وژل شوي او په مليونونو تنه نور ددغه هيواد په دننه اوبهر کې ګډوال شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته