ټولنه

د کابل پوهنتون د استاد پوهنمل بايزيد اڅک مړينه يوه ضايعه وبلل شوه

کابل باختر د ثور  څلورمه :
د کابل پوهنتون رياست د دغه پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د استاد پوهنمل بايزيد اڅک مړينه يوه ضايعه وبلله.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د پښتو ژبې مجرب او تکړه استاد پوهنمل بايزيد اڅک د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ په دې وروستيو وختوکې وفات شو.
ارواښاد اڅک په ١٣٢٠ هجري لمريزکال کې په روزګان ولايت کې وزيږيد او د لومړنيو تعليماتو د دورې له بشپړولو وروسته يې خپلې لوړې زده کړې په کابل پوهنتون کې بشپړې کړې او د ژبپوهنې په څانګه کې د ماسترۍ سند يې په هندوستان کې ترلاسه کړ . 
ارواښاد استاد اڅک د خپل عمر زيات کلونه په کابل پوهنتون کې د هېواد بچيانو ته په لوست ورکولو تېرکړل  او زيات آثار يې ولکيل او په ژبپوهنه کې يې ارزښتناکې ژباړنې وکړې.
ارواښاد بايزيد اڅک د هېواد په دننه، هندوستان او په نورو هېوادونوکې هم بهرنيو اتباعو ته د پښتو ژبې لوست ورکړى دى .
د کابل پوهنتون دمشرتابه هيئت د ارواښاد مړينه د فرهنګ په تېره بيا د پښتو ژبې او ادب کې يوه ستره ضايعه بولي او د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو او د هېواد فرهنګي ټولنې ته د جميل صبر هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته