امنیت

اووه څلويښت تنه ډار اچوونکي دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .

کابل باختر دمرغومي يوولسمه :
دهېواد  امنيتي او دفاعي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  دهېواد  په بيلابيلو سيمو کې دګډو عملياتو په بهير کې  اووه څلويښت تنه ډار اچوونکي وژلي  او شل تنه نور يې  ټپيان کړي  او دوه تنه ډار اچوونکي يې  نيولي دي .
  باختراژانس  دملي دفاع وزارت له خوا  د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ، خبر ورکړ ،  چې دغه عمليات  دننګرهار، غزني ، روزګان ، زابل ، فراه ،  فارياب ، بدخشان ، اودهلمند په ولايتونوکې ترسره شوي دي  چې له امله يې  اووه څلويښت تنه ډار اچوونکي وژل شوي ، شل تنه  ټپيان  او دوه تنه نور ډار اچوونکي نيول شوي دي .
  دغه راز  په دغو عملياتو کې دسرپل ولايت  په مرکز کې  دوه تنه ډار اچوونکي وژل شوي  او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
دزابل ولايت  دميزاني په ولسوالۍ کې يو ډار اچوونکي وژل شوى  او يوتن بل  ټپى شوى دى . او دروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې يو ډار اچوونکي وژل شوى  او ددښمن يو سنګر  دړې وړې شوى دى .    ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته