نړۍ

سوريې دکيمياوي وسلو دکارولو په باب دتحقيق له پراختيا سره مخالفت وکړ.

– دمشق باختر  د وري  شلمه .
سوريې هغه څه چې ددغه هيواد په شخړه کې دکيمياوي وسلو دکارولو دادعاپه باره کې دتحقيقاتو دپراختيا لپاره دملګروملتو دسازمان هلې ځلې  بولي ، ردکړي دي .
ددغو تحقيقاتو دترسره کولو طرحه تيره مياشت د سوريې دحلب ولايت په خان العسل سيمه کې له يوې پيښې  وروسته برابره شوه او په قبرس کې  دملګروملتو دسازمان يو څيړونکى ټيم ددغو ادعاګانو په باره کې  دتحقيق لپاره سوريې ته دورتګ لپاره دجواز ترلاسه کولو ته سترګې په لاره دي .
داپه داسې حال کې ده چې دملګروملتو دسازمان سرمنشي بانکي مون په دې وروستيو وختوکې دهالند په هاګ  ښار کې خبريالانو ته ويلي دي چې له کيمياوي وسلو څخه داستفادې ټولې جدي  ادعاګانې دې بايد له ځنډ پرته له شرط پرته او له استثنا پرته وڅيړل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته