امنیت

لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردثور دمياشتي١٨ نيټه :

په ننګرهار ولايت کې ديوې نښتې په بهيرکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

دغه جګړه له هغه وروسته  ونښته چې يوې ډلې وسله وال طالبانو دحصارک ولسوالۍ  دغونډو په تالارکې په يوې قومي جرګي  بريد وکړ،

دننګرهار دوالي ويندوى احمدضيا عبدالزي باخترا ژانس ته وويل  په هغې جګړه کې چې دوسله والوطالبانو له بريدوروسته ونښته لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

درارسيدلو  خبرونو له مخې افغان ځواکونو ددغي نښتې په بهيرکې  دناټو له ځواکونو څخه دمرستي غوښتنه وکړه  او ددغه سازمان جنګي الوتکو په يرغلګرو هوايي بريدونه کړي  .

په دې قومي جرګه کې يو برخه وال قومي مشرباخترآژانس ته وويل  چې ديرغلګرو طالبانو اودامنيتي ځواکونو ترمنځ نښته درې ساعته روانه وه.

په همدي حال کې  دننګرهار دوالي ويندوى  تائيدوي چې پنځه تنه پاکستاني اتباع هم په دې نښته کې په وژل شويو طالبانو کې شامل دي .

عبدالزي وايي  چې په دې نښته کې  افغان ځواکونو اودناټو قوتونو ته زيان نه دي اوښتي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته