کابل باختر دوري څلورمه :
دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند ٧ تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
يرغلګرو نن سهار په کامديش ولسوالۍ کې په پوځيانو بريد وکړ .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې ٧ تنه يرغلګر ووژل شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن سهار څلور ماينونه ددغه ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه کشف او شنډ کړل . ختم_ ج_ اکرم