امنیت

په جوزجان کې مظاهرې دوام لري

کابل – باختر د وري دمياشتې ٤
د جوزجان، سرپل او فارياب د ولايتونو په سلګونو تنو اوسيدونکو د سوله ييزو مظاهرو په کولو سره د جمهور رييس له لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
دغه مظاهرې له پرون راپه دې خوا په شبرغان ښارکې د افغانستان د ملي غورځنګ ګوند د پلويانو له خوا دفارياب، سرپل او جوزجان د ولايتونو د ځوانانو په ګډون دوام لري.
دوى د ښار په واټونوکې په سوله ييز لاريون سره په مزارشريف ښارکې د جنرال دوستم تصوير په وړاندې د يو شمېر لنډغړوکسانو سپکاوى وغانده او د دولت له خوا يې د دغې پيښې د عاملينو د محاکمې غوښتنه وکړه.
دغه راز وينا والو د مزارشريف ښارته د ورتګ لپاره د جوزجان، فارياب او د سرپل د ولايتونو يو شمېرځوانانو ته د اجازې د نه ورکولو په باب د بلخ د پوليسو اقدام د قانون او د دموکراتيکو ارزښتونو پرخلاف وباله او د کورنيو چارو وزارت له مسوولينو څخه يې وغوښتل، د بلخ ولايت له مسوولينو سره چې په ښکاره يې اساسي قانون تر پښو لاندې کړى دى؛ جدي چلند وکړي.
مظاهره کوونکي وايي: که چيرې حکومت د دوى ستونزې ونه څيړي؛ په پراخه توګه به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته