نړۍ

امريکا له ايران سره د متقابل درناوى پربنسټ خبروته چمتو ده.

واشنګتن رويترز  باختر دوږي دمياشتې ٣٠
دسپينې ماڼۍ  يو ويندوى  پرون وويل  :  که چيرې  ايران وغواړي او وښيي چې اټومي پروګرام يې سوله ييز دى امريکا له ايران سره دمتقابل درناوى پربنسټ خبرو ته  چمتو ده .
د رويترز دخبري آژانس دخبرله مخې :  دسپينې ماڼۍ  دويندوى ځاى ناستى جاس ارنست خبريالانوته وويل :   موږ په ځينو مواردو کې له ايرانيانو سره تعامل کړى ديى او د متقابل درناوي  پربنسټ خپلو خبرته دوام  ورکوو.
ده زياته کړه ددغو خبرو دوام به ايرانيانوته يو فرصت وي چې په خپل عمل سره خپل جديت وښيي چې په دې لاره کې هلې ځلې کوي .
په دې مرکه کې ارنست دنيويارک ټايمز درپوټ په  باب چې ايران  د دې غوښتنه کوي چې داټومي پروګرام موضوع  يې ژر وڅيړل شي او بنديزونه پاى ته ورسوي ، وويل  موږ په څو تيرو اوونيو کې دايران له رژيم څخه مو يو شمير نظريې اوريدلې دي  ،  موږ هغونظريو ته چې له نړيوالې ټولنې سره درغنده تعامل لپاره د  ايران دتيارۍ ښکارندوي دى  ښه راغلاست وايو،  خو واقعيت دادى چې دلته عمل ټاکونکې دى  .
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د امريکا جمهور رييس بارک اوباما او دايران جمهور رييس حسن روحاني دواړه په راتلونکې اوونۍ کې دملګرو ملتو دسازمان په عمومي ټولنه کې وينا وکړي.
ماڼۍ وايي ښايي په نيويارک د دواړو مشرانو ترمنځ کتنې ته فرصت  برابرشي ..

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته