امنیت

روزګان: پنځويشت تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دوري دمياشتې اتمه
د روزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو په پوستو د وسله والو مخالفينو په تهاجمي بريد کې لس تنه وسله وال وژل شوي او پنځلس تنه ټپيان دي
د روزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر نورزی وایي چي تیره شپه ناوخته د روزګان مرکز ترینکوټ لویدیځ لور ته د ګوګرک په سیمه کې وسله والو مخالفینو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو تهاجمي برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.
ده زياته کړه چې په دې بريد کې لس تنه وسله وال مخالفین وژل شوی او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي.
نورزی زیاتوي چي د برید په ترڅ کې دوه تنه د ملي اردو، دوه تنه د ملي پولیسو سرتیري شهیدان ،درې تنه د ملي اردو او دوه تنه د ملي پولیسو سرتیري ژوبل شوي هم دي.
د یادونې وړ ده چې له تېرو څو ورځو راهیسي د ترینکوټ شاوخوا سیمو کې د وسله والو مخالفینو بریدونو یو ځل بیا زور اخیستی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته