امنیت

دکابل په شمال کې دطالبانو ديرش زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٤ :
د کابل په شمال پروان ولايت کې دوسله والو طالبانو  ديرش زره کيلوګرامه  چاوديدونکي توکي کشف شول.
دغه چاوديدونکي توکي په  بګرام ولسوالۍ  کې دامريکايي ځواکونو پوځي اډې ته څيرمه  په يوه نااستوګنه سيمه کې کشف شول.
دپروان دوالي وياند وحيد صديقي باخترآژانس ته وويل  ددغه  چاوديدونکو توکو په کشفولو سره   په هېواد کې دلسګونو ځانمرګو  او چاودنو پيښو څخه مخنيوى وشو او ددغو چاوديدونکو توکو دزيرمې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.
درارسيدلو خبرونوله مخې، ټاکل شوې ده دغه چاوديدونکي توکي دبهرنيو ځواکونو  په همکارۍ  له منځه يوړل شي .
وسله وال طالبان له  چاوديدونکو توکو څخه چې له پاکستان څخه يې ترلاسه کوي  بمونه ، ماينونه او ځانمرګي واسکټونه  جوړوي او  په افغانستان کې   له هغو څخه په ډار اچوونکو فعاليتونو کې استفاده کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته