ټولنه

دملي پيوستون دپروګرام ديرش پروژې داستفادې وړ وګرځيدې .

کابل باختر د چنګاښ  يوويشتمه :
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام ديرش ټولګټې پروژې نن په فارياب ولايت کې داستفادې وړ وګرځيدې.
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. په دغو پروژو کې  دټولنيزو مرکزونو ، داحاطوي ډيوال او دڅښاک دروغتيايي اوبو دزيرمو جوړول ، دلاسي بمبو په درولو سره دڅښاک دروغتيايي اوبو دڅاه ګانو کيندل ، په دوو کليو کې دبريښنا دښاري شبکې غځول  ، په سړکونو دکريړ اچول او په پاخه او اساسي ډول دپلګوټو جوړول شامل دي چې دنهه ديرش مليونه يوسلو پنځه نوي زرو افغانيو په لګښت دفارياب ولايت  په دولت اباد ولسوالۍ کې ګټې اخستنې ته سپارلې  شوې دي .
په فارياب ولايت کې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام ساحوي مسوول  وايي چې ددغو پروژو  له اسانتياو څخه  په شلو کليو کې ٤٧١٥ کورنۍ ګټه اخلي .
په فارياب ولايت ١١٤٧ کلي دملي پيوستون دپروګرام تر  پوښښ لاندې نيول شوي دي اوتراوسه پورې په بيلابيلو برخوکې ٢٧٤٤ پروژې بشپړې او دخلکو داستفادې  وړ ګرحيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته