ټولنه

دبغلان ديني عالمانو د داعش دډلې عملونه وغندل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٠ :
دبغلان ولايت قومي مشرانو ،  ديني عالمانو او ددولتي مرکزونو مسوولينو
ديوې غونډې په  جوړولو سره  په دغه ولايت کې د داعش دډلې   وحشيانه عملونه وغندل  او دامنيتي مرکزونو له مسوولينو څخه يې وغوښتل  چې ددغه شان وحشيانه عملونو مخه دې ونيسي .
دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوال  ګوهرخان بابري  دباخترآژانس سيمه ييز  خبريال ته وويل ؛ دغه ديني عالمان چې شمير يې څه  دپاسه سلو تنو ته رسيده وويل چې دبهرنيو هېوادونو استخبارات  هلې ځلې کوي  چې دقومونو ترمنځ دنفاق او دښمنۍ  په رامنځته کولو  او دمذهب له نامه څخه په استفادې سره دافغانستان خلک له يوبل څخه جلا کړي .
يو تن ديني عالم  مفتي نعمان فضلي دداعش ډلې افراد دپرديو مزدوران وبلل او زياته يې کړه چې دداعش تروريستي ډله دبيګناه خلکو په وژلو سره په دې لټه کې ده   چې دخلکو ترمنځ واټن اوبې باوري رامنځته کړي.
دغه رازپه دې غونډه کې قومي مخور مولوي عظيم خان داسلامي امت ترمنځ اختلافونه رامنځته کول يو ناوړه اوناروا عمل وباله  اوپه هېواد کې يې دټولو ميشتو قومونو ترمنځ يې  په يو والي اوپيوستون ټينګاروکړ.
دمرکزي بغلان ولسوالۍ ديني عالمانو او قومي مخورو په داسې حال کې  ددغې غونډې په  جوړولو اقدام وکړ چې په دې وروستيو وختو کې  دتاله اوبرفک دډبرو سکرو دکان يوولس تنه کارګران دنقاب لرونکو وسله والو  کسانو له خوا شهيدان شول.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته