کابل باختر د وږي پنځمه :
جمهوري رياست په حيرتانو بندرکې د غضنفر ګروپ د نفتي اومو او نيمه اومو توکو دکنترول او څارنې په باب يو حکم صادرکړ .
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ: د غضنفر ګروپ د اومو او نيمه اومو نفتي توکو د نه ترلاسه کيدو په مقصد، دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دويم مرستيال محمدکريم خليلي د يوحکم په ترڅ کې يوهيئت موظف کړ چې ددغه شرکت د اومو اونيمه اوبو توريدي تيل دې په زيرمه تون کې مهر اولاک کړي او دموظف هيئت د څيړنې دنتيجو ترمعلوميدو پورې دې تر کنترول لاندې ونيسي.
په دې هيئت کې د بډې اخيستنې او د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د عالي ادارې، دملي امنيت دلوى رياست، د ماليې وزارت او د حيرتانوښار د رياست واکمن استازي شامل دي.
2 1 دقیقه لوستل