امنیت

په روزګان کې څلور تنه وسله وال وژل شوي دي

ترینکوټ باختر دلیندۍ ۲۷ مه
د روزګان ولایت د ترینکوټ ښار په مربوطاتو کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د افغان ځواکونو د توپچي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د هېواد په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحیی علوي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په ترسره شویو بریدونو کې یواځې وسله وال طالبان په نښه شوي او ملکي وګړو ته په کې زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته