ټولنه

دخواخوږۍ پيغام

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ :
د هېواد مشهور ديني عالم روڼ اند اوليکوال عبدالغفور پيروز دشهادت له امله داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پيغام
په ژورې خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې دهېوادمشهور ديني عالم روڼ اندى اوليکوال عبدالغفورپيروز د هېواد دپرمختګ اوترقۍ، داسلام اودملت د دښمنانوله خوا کله چې له خپل کورڅخه ددندې په لور روان و،شهيد کړاى شو.
دافغانستان داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت، دارواښاد پيروز شهادت  دافغانستان د فرهنګي اواسلامي مرکزونو لپاره يوه ستره او نه جبيره کيدونکې ضايعه بولي او دالله ج  له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت  اوددغه ناوړه بريد عاملينو ته دالهي جزا هيله کوي او دهېواد له امنيتي ځواکونو څخه غوښتنه کوي چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو په لاره کې هلې ځلې وکړي او هغوى دقانون منګولو ته وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته