کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٤ :
په نړيوالو بازارونو کې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيرې ورځې په پرتله يوولس ډالره کمښت ليدل کيږي .
تيره ورځ په نړيوالو بازارونو کې يو انس سره زر په ١٢٥١ ډالره وړاندې کيدل خو نن په ١٢٤٠ ډالره وړاندې کيږي .
دپښتنې بانک دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي قاهر خان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٥٥٠ افغانيو ، کويټې ٢٥٠٠ افغانيو ، عربي ٢٠٥٠ افغانيو، سنګاپوري ٢٤٠٠
افغانيو ، ، ايراني په ١٧٥٠ او يوګرام روسي سره زر په ١٧٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ