کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٦ :
د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو پرون دهيواد په اوولسو ولايتونوکې د چاڼيزو
عملياتو په بهيرکې درې پنځوس تنه ډار اچوونکي وځپل .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو دغه عمليات د ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، قندهار، روزګان، بادغيس، فراه، هرات، کندز، فارياب، بغلان، بدخشان او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې د وسله والو طالبانو د ډلې د يو تن سيمه ييز قوماندانان او د دوو تنو داعشيانوپه ګډون درې پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او نوولس تنه نور يې ټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ