امنیت

په غزني کې دماين دچاودنې له امله دوه ښځې او دوه ماشومان ووژل شول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٨ :
په غزني ښارکې دماين دچاودنې له امله  نن دوه ښځې او دوه تنه ماشومان شهيدان اويو نارينه ټپي شو.
دغزني  دوالي مرستيال باختراژانس ته وويل:  دغه پيښه نن سهار دغزني ښار په دويمه ناحيه کې په يو ماين مسافروړونکي کرولا موټر دختلو له امله رامنځته شوه
قربانيان ديوې کورنۍ غړي وو چې دزيارت کولو په خاطر له پکتيکا ولايت څخه دغزني ولايت ته ورغلي وو.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې ټپي ددرملنې لپاره کابل ته ليږدول شوى دى.
دغزني دوالي مرستيال وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل بللي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته