امنیت

اووه تنه ډار اچوونکي په نورستان کې ووژل شول .

کابل باختر د  تلي يو ويشتمه :
د داعش  په ډلې پورې اړوند اووه  تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې دسرحدي مامورينو په نښته کې  ووژل شول
په دغو داعشيانو تيره شپه دډيورند کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې  هغه وخت بريد وشوچې غوښتل يې دسرحدي مامورانو په يو پټنځي ډزې  وکړي
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو  يوه جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې ٧  تنه داعشيان   ووژل شول 
ده وويل چې دغه داعشيان غوښتل يې د سرحدي مامورانو په کاروان ډزې وکړې چې پرې بريدوشو   
ختم _ عطاالله  _+ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته