نړۍ

د پاکستان د کراچى په يوه هوټل کې د اور لګيدنې له امله يوولس تنه ووژل شول

اسلام اباد باختر د ليندى  پنځلسمه :
د پاکستان د کراچى ښار په څلور ستاره هوټل کې نن سهار د اور لګيدنې له امله يوولس تنه ووژل شول او څه ناڅه پنځه څلويښت تنه نور ټپيان شول .
د پاکستان د ډي ډان ورځپاڼې د خبر له مخې:
دغه اور د دغه شپږ پوړيز هوټل په پخلنځي کې ولګيد او د لوړو پوړونو ځينو سيمو ته يې هم سرايت وکړ .
د کراچى ښاروال د څرګندونو له مخې: دغه هوټل د بيړني تشولو ځاى او د اور وژنې آلارم نه لرل .
په لوړو پوړونوکې ځينې کسان له شتو وسايلوڅخه په استفادې سره په دې بريالي شول چې د خپلو خونو د پنجرو له لارې ووځي چې د هغوى د بدن د هډوکو د ماتيدو سبب شول .
  ځينې کسان د ښيښو د ماتيدوله امله او ځينې نور هم د غليظ لوګي د استنشاق له امله زيانمن شول.
د روغتيايي سرچينو د خبر له مخې:
د دغې پيښې په قربانيانوکې درې تنه نارينه ډاکتران  او څلور تنه ښځې شاملې دي او د دغې اورلګيدنې له امله درې تنه ټپيان بهرنيان دي.
يوه عيني شاهد يوه ټلويزيوني چينل ته وويل چې ميلمانه ويده وو چې اور ولګيد .
د کراچى ښار زياتره ودانۍ د دغه شان پيښو د مخنيوي لپاره مسووليتي معيارونه نه لري .
د پوليسو د رپوټ له مخې: د اور لګيدنې دغه پيښه له تروريستي  فعاليتونو سره اړيکې نه لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته