امنیت

په کندز ولايت کې دطالبانو دډلې يوه قوماندان له څلورو تنو نورو ډار اچوونکو سره ووژل شو

کابل باختر د تلې يو ويشتمه :
په کندز ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې دطالبانو دډلې يوه جګپوړي قوماندان له څلورو تنو نورو ډار اچوونکوسره ووژل شو .
دغه جګړه نن سهار دکندز ښار ته څيرمه په ګورتيپې  سيمه کې هغه وخت ونښته چې دکوماندو  ځواکونو دطالبانو په ډلې بريد وکړ .
دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې دطالبانو دډلې يوه جکپوړي  قوماندان قاري نوروز له  څلورو تنو نورو ډار اچوونکو سره ووژل شو او درې تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
ده وويل چې دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو چې بريد پرې وشو .
ويل کيږي چې په دې نښته کې سرتيرواوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ عطاالله (_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته