سیاست

جمهورريیس غني د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې سره ټلیفونې خبرې وکړې

کابل/ د غویي ١١ مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون مازیګر د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې آرانچا گونزالس لایا سره ټلیفوني خبرې وکړې. دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې ټلیفوني مکالمه کې جمهورريیس غني د هسپانیې حکومت او خلکو ته په یاد هېواد کې د کرونا ویروس له امله د اوښتو زیانونو تسلیت ووایه. د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرې له جمهورريیس غني څخه په مننې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهورريیس په توګه د بیا انتخابېدو مبارکي وویله. په دې ټلیفوني اړيکه کې دواړو لورو په افغانستان کې د کرونا ویروس د احتمالي سیر، سولې پروسې او همدارنګه د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې. ختم- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته