کابل باختر دزمري لومړى :
دايبکو _ مزارشريف په لويه لاره کې پرون ديوې ترافيکي پيښې له امله ديوې کورني درې تنه غړي شهيدا ن او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دسمنګانو ولايت دترافيکو مدير عبدالقدير پنجشيري ددغې پيښې په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه پيښه دايبکو _ مزارشريف په لويه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه کرولا ډوله موټر چې دمزارشريف له ښار څخه دبغلان ولايت ته روان و ،دايبکو _ مزارشريف دلوى لارې په دلخکۍ سيمه کې د ډيرې چټکتيا له امله له واټ څخه ووت او چپه شو .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې په دې پيښه کې ديوې کورني درې تنه غړي شهيدان او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ده زياته کړه چې دپيښې په شهيدانواو ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته .
دسمنګانو ولايت دترافيکو مدير ټينګار وکړ چې په دې لاره کې زياتره ترافيکي پيښې دچلوونکو د بي احتياطي زيږنده دي .
0 1 دقیقه لوستل