کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه :
په لوکر کې داتحاد جوانان دکرکټ په سياليو کې دکوچيانو دکرکټ ټيم دجويک ټيم ته ماتې ورکړه او اتلوالى يې وګټله .
دباختراژانس دخبرله مخې ،دغه لوبې دجويک دکرکټ ټيم په کوربه توب دکرکټ ورزش دودې او دځوانانو ترمنځ دوحدت دټينګښت په موخه په دولسو اورونو کې د اتو ټيمونو ترمنځ په پل علم کې ترسره شوې چې د دغو سياليو په وروستي پړاو کې دکوچيانو دکرکټ ټيم د جويک ټيم ته ماتې ورکړه او ددغوسياليو لومړى مقام يې وګاټه .
دغوسياليو دولس ورځې دوام وکړ او ډير غوره لوبغاړې يې دجويک له ټيم څخه خالد وفا وپيژندل شو . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ