سیاست

جمهورريیس غني د نورستان، خوست او لوګر ولایتونو امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت وارزاوه

کابل / دتلې ٢١مه /باختر:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني له والیانو سره د کتنو په دوام، د ښې حکومتوآلۍ او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه نن د نورستان، خوست او لوګر د والیانو راپورونه واورېدل.
دجمهوررييس دويآند دفتربآختراژآنس ته خبرورکړ.
په دغو کتنو کې چې په ارګ کې ترسره شوې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي ريیس عبدالمتین بېګ هم حضور درلود.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم، د خوست والي محمد حلیم فدایي او د لوګر والي انورخان اسحاقزي د خپلو اړوندو ولایتونود برنامو او پروژو د تطبیق راپورونو ترڅنګ، د خپلو ولایتونو غوښتنې او وړاندیزونه جمهورريیس سره شریک کړل.
جمهورريیس غني د والیانو د راپورونو تر اورېدو وروسته د یادو ولایتونو اقتصادي وضعیت وارزاوه او ويې ویل، لومړنی کار چې باید ترسره شي د پروژو د تطبیق لپاره د  بودجې او سرچینو ځانګړي کول دي.
جمهورريیس زیاته کړه: د بودجې او امکاناتو د تخصیص لومړیتوب  لپاره اړتیا ده چې جمهوري ریاست د والیانو لیدلوری ولري.
جمهورريیس همداراز د امنیت او ثبات د تامین او د ټولنیزو مسایلو په برخه کې د یادو والیانو لیدلوری واورېد او د امنیت دتامین، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او انکشافي پروژو د تطبیق په برخو کې یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.# پآى- ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته