-کابل باختر دوري اوولسمه :
خبر ورکول شوى دى چې دپاکستان په لاهور ښار کې ديوې چاودنې له امله څه ناڅه شپږ تنه ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول .
دپنجاب حکومت وياند ملک احمد خان نن وويل :دغه چاودنه د يو ځانمرګي بريد زيږنده وه .
په ظاهره توګه ددغه بريد موخه دسرشميرنې کارکوونکي و او پوځيان ددوى امنيت نيوله .
هر هغې سيمې ته چې دسرشميرنې کارکوونکي تلل پوځيانو هم له دوى سره وو ښايي چې ددغه بريد موخه دوى و .
ده زياته کړه چې په دې بريد کې داردو يوموټر چې دسرشميرنې دکارکوونکو له ټيم سره دحرکت په حال کې و پرې بريد شوى دى .
خان وويل په وژل شويو کسانو کې څلور سرتيري او دوه ملکيان شامل دي
دپنجاپ ايالت دقانون وزير رڼا ثنا الله ويلي دي ليدل کيږي چې دا يو تروريستي بريد و .
دپاکستاني طالبانو تحريک دغه پيښه يوځانمرګي بريد وباله او مسووليت يې په غاړه اخستى دى . څه ناڅه دوه مياشتې مخکې دپنجاب ايالت مرکز لاهور ښار کې دطالبانو دځانمرګي بريد له امله ١٤ تنه وژل شوي و .
1 1 دقیقه لوستل