سیاست

جمهوررئیس غني: اساسي موخه بروکسل او نړیوالې مرستې نه، بلکې د هغو موثر او پرځای لګول دي

کابل باختردتلې د مياشتې  ٤  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تير ماښام د مشرانوجرګې له استازو سره په ناسته کې وویل، بروکسل ناستې ته مو کافي تیاری نیولی، خو اساسي موخه بروکسل او مالي مرستې نه ، بلکې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو موثر او پرځای لګول دي. 
جمهور رئیس وویل، له افغانستان سره د هند یو میلیارد ډالرو مرستې له جملې به ۴۵۰میلیون ډالر د منځنیو بندونو په جوړولو ولګول شي. هغه د بندونو په برخه کې پرمختګ ته په اشارې وویل، یو بند پرانیستې ته تیار شوی او د لومړي ځل لپاره خصوصي سکتورد برېښنا په برخه کې۴۰۰ میلیونو ډالر پانګونه کوي.
محمد اشرف غني وویل، له هند سره د مشترکې هوایي کارګو له لارې به کرنیز محصولات هند ته صادر او د اړتیا وړ درمل، چای او نور توکي هېواد ته را وارد شي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د افغانستان ملي ګټې ایجابوي چې له نېکو شریکانو سره د همکارۍ او ښه مناسبات وپالو. هغه څرګنده کړه، نه مو د چا پر ضد تړون لاسلیک کړي او نه هم چاته د نورو په ضد زموږ  د خاورې د کارولو اجازه ورکړو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره به خپلې اړیکې لا ډېرې پیاوړې کړو، ځکه د اسلامي نړۍ همکاري موږ ته مهمه ده او موږ غواړو د اسلامي نړۍ د وصل نقطه وګرځوو.
جمهور رئیس وویل، افغانستان نور په وچه کې ایسار هېواد نه دی، ځکه د ترکمنستان – اقینې د اورګاډي کرښې له لارې له ۵-۷ ورځو پورې به اروپا ته ورسېږو. د ازبکستان له نوي حکومت سره د مذاکراتو وروسته روسیې او قزاقستان ته ځان رسوو. په سوداګریزو مالونو بار د چین اورګاډی هم افغانستان ته راغی.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، شېرخان بندر له مزار، اقینې او هرات سره وصلوو. تورغونډۍ او سپین بولدک او همدارنګه خوست او ننګرهار  سره نښلوو تر څو افغانستان هم په داخل او هم په سیمه کې له بېلابېلو ترانزیتي لارو له نورو سره ونښلي.
جمهور رئیس غني وویل،په عزت د کډوالوراستنېدو ته حکومت تیاری نیولی او د بروکسل ناستې وروسته به له کډوالو سره د مرستې په موخه بین المللي اجماع رامنځته کړو. هغه زیاته کړه، د ملي بودجې نالګول شوې پیسې به کډوالو ته د اسانتیاو او خدماتوپه برابرولو ولګول شي.
محمد اشرف غني وویل،  په۱۳۹۴ کال کې د افغانستان بقا په خطر کې وه، مګر د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او زړورتیا له برکته مو د هېواد بقا تضمین کړه. هغه زیاته کړه، د هغوخطرونو ډول چې افغانستان یې ګواښاوه بدل شوی او کرار کرار په ټولو ستونزو بریالي کېږو، ځکه له افغانستان سره د نړیوالو اوږدمهاله تعهد ایجاد شوی او افغانستان د نړۍ د توجه په محور کې قرار لري.
جمهور رئیس د سولې مذاکراتو د بشپړ ملاتړ له امله د مشرانو جرګې له غړو څخه مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې هر یو د سولې سفیران شي. هغه زیاته کړه، د لومړي ځل لپاره د هېواد په پلازمېنه کې بین الافغاني مذاکرات د اساسي قانون د چوکاټ مطابق نتیجې ته ورسېدل، نو اوس یې باید د عملي کېدو مدیریت وکړو.
جمهور رئیس غني وویل، د سولې او ثبات د تامین په برخه کې دروند مسوولیت به په اصولو ترسره کړو. هغه زیاته کړه، په دې برخه کې ملي بحث پکار دی او موږ باید واضح تصویر ولرو  ترڅو ټولو مخالفینو ته لاره خلاصه حل شي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، د هېواد د بې وزله او ناچاره کورنیوځوانان به بهر ته د تخنیکي زده کړو لپاره واستوي، تر څو د فابریکونو او بندونو لپاره مناسب کدر وروزي او په راتلونکي کې د هند زیاته مرسته او پانګه جذب کړای شو.
جمهور رئیس وویل، وزارتونو لا هم د کافي ظرفیت او مدیریت د نشتوالي له امله ټاکلې بودجه نه ده لګولې.له بروکسل ناستې وروسته به په ادارو او وزارتونو کې اساسي اصلاحات راوړل شي، تر څو د وزارتونو د مدیریت او د بودجې د معقول مصرف ظرفیت لوړ شي.
جمهور رئیس وویل، د سیاسي قشر اساسي اجماع په هېواد کې د سولې تامین او انکشاف ته رسېدل شوني او اسانه کوي. هغه ټینګار وکړ، زموږ بحث باید ملي او افغانستان شموله وي  او له پاکستان سره خپلې ستونزې به د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې حل کړو. 
جمهور رئیس سناتورانو ته وویل، د بروکسل له ناستې وروسته به له تاسو سره په ناستو کې ستاسو د موکلینو  غوښتنې او وړاندیزونه د عملي کولو په موخه له کابینې سره شریک کړو. هغه زیاته کړه، هیڅ وزارت د منابعو د کمبود شکایت نشي کولی او د راتلونکي کال د بودجې او لومړیتوبونو بحث هم له اوس څخه پیلولی شو.
وروسته د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار  وویل، مشرانو جرګه تل د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو، حکومت او د جمهور رئیس د اصلاحي او ملي برنامو ملاتړ کوي.
ښاغلي مسلمیار حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک د حکومت او سولې عالي شورا لویه لاسته راوړنه وبلله او جمهور رئیس ته د دغه لوی  پرمختګ د مبارکي ویلو تر څنګ یې هیله څرګنده کړه، چې نور مخالفین هم د بین الافغاني مذاکراتو له  تړون څخه د سولې انګېزه او الهام واخلي.
د مشرانو جرګې رئیس له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د جلبولو په برخه کې د جمهور رئیس هلې ځلې وستایلې او زیاته یې کړه، له هند سره ستاسو د دوستۍ ملاتړ کوو او له پاکستان سره د لا زیات وضاحت پلویان یوو.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته