کابل باختر د وږي د مياشتې ٣:
د هرات _ اسلام قلعه په لويه لاره کې د ترافيکي پيښې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
دغه پيښه پرون له غرمې وروسته د يوه ګړندي موټر د چپه کيدوله امله رامنځته شوه.
په دې پيښه کې موټر چلوونکى ووژل شو او پنځه تنه سپرلۍ يې ټپيانې شوې.
د لويې لارې ترافيک د موټرچلوونکي بې احتياطي او ګړندى تګ د دغې مرګانۍ ترافيکي پيښې اصلي عامل بولي.
دهرات دمرکزي روغتون يوه مسوول محمدرفيق شيرزي ددغې پيښې ديو تن ټپي روغتيايي حالت خراب وباله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ