سیاست

دسترې محکمې د عالي شورا په فوق العاده غونډه کې يولړموضوعګانې وڅيړلې شوې

کابل باختر دزمري د مياشتې ٤ :
د سترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې د سترې محکمې د رئيس قانونپوه سيد يوسف حليم په مشرۍ فوق العاده غونډه وکړه او د قضايه قوې د تشکيل او صلاحيت د قانون  د نوې مسودې په باب يې خبرې وکړې .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ :
شورا  اجندا ته له رسيدو مخکې د کابل ښار د دهمزنګ په ساحه کې دکابل ښاريانو د مدني مظاهرو  په بهيرکې ځانمرګي زړه بوږنوونکي پيښه  چې دګن شمېر ملکي وګړو دشهادت او ټپي کيدو سبب شوه  او  زيات مالي  تاوانونه يې واړول ، دټولو اسلامي او انساني ارزښتونو پرخلاف وبلله او په کلکه دهېواد د سولې  او ثبات د دښمنانو ددغه ناوړه عمل دغندلو په ترڅ کې يې دلوى  خداى  ج  له دربارڅخه شهيدانو ته دفردوس جنت، ټپيانو ته د سملاسي روغتيا او د شهيدانو کورنيو اوپاتې کسانو ته  دجميل صبر هيله وکړه.
وروسته دقضايه قوې دتشکيل اوصلاحيت دقانون دنوې طرحې لومړى فصل  چې دقضايه قوې عمومي حکمونه ، ترکيب ، صلاحيت، دقضيې دڅيړنې څرنګوالى  ، له ابلاغ وروسته دحکم دبدلون ممنوعيت  ، دقضيو دڅيړنې نصاب، دغونډې علنيت ، دحکم مصدر، د محکمو د حکمونو واجب التعميل والى ، د حکم له صادريدو څخه  ډډې کول او دحکم په صادرولوکې استقلاليت شامل دي، دعالي شورا دغړو  له  خبرو  او دنظر له وړاندې کولو وروسته د لازمو تصيحياتو له  واردولو وروسته د تائيد وړ وګرځيد او په دې برخه کې د کار دوام بلې غونډې ته  وځنډول شو.
دغه راز د سترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم نن له غرمې وروسته د خپل  کار په دفترکې ديوناما دقانون دواکمنۍ دبرخې له رئيس ښاغلي مايکل  هارتمن  او  د عدالت د پروژې له رئيس ښاغلي  (جيمز اى جي) سره په جلا جلا توګه وکتل .
لومړى د يونامان د قانون د واکمنۍ د برخې رئيس له اداري فساد سره د مبارزې  دعدلي او قضايي مرکز د جوړولو په نسبت د نړيوالې ټولنې د ملاتړ يادونه وکړه او په مشخص توګه يې وويل چې يوناما په افغانستان کې ددغه مرکز د جوړولو ملاتړکوي او تيارى لري  چې نړيوالې مرستې  د هغو د مادي او تخنيکي  د اړتياوو د حل کولو په لاره کې همغږې  کړي .
ده  د دندو د ترسره کولو په موخه ولايتونو ته د قاضيانو د ليږدونې په خاطر د يوناما د تياري  په باب هم  خبر ورکړ او زياته يې کړه چې  د لاسليک شوي تفاهم ليک په  چوکاټ کې هڅه کوي چې له سترې محکمې سره زياتې همکارۍ وکړي.
وروسته د سترې محکمې رئيس د هوا له لارې ولايتونو ته دقاضيانو دليږدونې په لاره کې د ژمنې په خاطر له يوناما څخه د مننې په ترڅ کې دمرکز د جوړولو په باب د نړيوالې ټولنې د ملاتړ هرکلى وکړ او د مرکز  د ابتدائيه  او استيناف محکمو د قانوني صلاحيتونو د تشخيص او دسترې محکمې د عالي شورا له خوا دقاضيانو دټاکنې او تذکيې د طرزالعمل  دتصويب په برخه کې معلومات وړاندې کړل او د مرکز د عملي فعاليت د تامينولو اودعدلي اوقضايي منسوبينو دامنيت دتامينولو په لاره کې يې دمادي او تخنيکي مرستو غوښتنه وکړه او  زياته يې کړه چې د قانوني صلاحيتونوپه  چوکاټ کې ټول اقدامات بشپړ شوي دي او ټاکل شوې ده  چې دغه مرکز په نږدې راتلونکي کې  په فعاليت پيل وکړي.
په دې کتنه کې دغه راز دعدلي او قضايي پروژې لوى رئيس لومړى د پروژې  رهبري دسترې محکمې رئيس ته معرفي کړه او وروسته دپروژې هدفونه   او مقصدونه  چې زياتره  دقاضيانو دظرفيت ، روزنو  او د داخل خدمت تريننګونو  د پروګرامونو د وړاندې کولو، د کاري ستراتيژيو او پلانونو په برابرولوکې  د همکارۍ، دقضايي سيمينارونو او کنفرانسونو د جوړولو اودقوانينو دبيا چاپولو او قضايي انتشاراتو په برخو کې  و، بيان کړل.
په مقابل کې د سترې محکمې رئيس په دغو ساحوکې د عدالت د پروژې  د همکارۍ دپروګرامونو  له امله  مننه وکړه او سر بېره پردې يې  له اداري فساد سره د مبارزې دنوي جوړ شوي عدلي اوقضايي مرکز  او د سترې محکمې د قضايي څارنې د ادارې   د مادي او تخنيکي اړتياو دحل کولو په لاره کې دزياتې همکارۍ  او دغه راز  دسترې محکمې د اداري برخو د ريفورم او اصلاحاتو له بهير سره د ملاتړ غوښتنه وکړه او هيله يې وکړه چې په دغو برخوکې هم  اغيزمنې همکارۍ وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته