کابل باختردليندۍ دمياشتې٢٠ نيټه :
شل تنه تروريستان د هېواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په تيرو ٢٤ ساعتوکې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سيموکې چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې ٢٠ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د څلورو تنو داعشيانو په ګډون ١٢ تنه نور ټپيان شول.
دغه عمليات د ننګرهار، لغمان، غزني، پکتيا، قندهار، زابل، بغلان او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول.
دغه راز د ملي دفاع وزارت وايي چې په تيرو ٢٤ ساعتوکې شپږ پلان شوي چاڼيز عمليات او ١١ ځانګړي عمليات د هېواد په پنځو ولايتونوکې ترسره شول او هوايي ځواکونو د ملي اردو د ځواکونو په ملاتړ ١١٨ الوتنې ترسره کړې او د دښمن ځالو ته نهه ځپنده ګوزارونه کړي دي.
پاى ع ذ
0 1 دقیقه لوستل