سیاست

دمبارکي پيغام

کابلباختردثور٣١
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي له خوا د ناروي دشاهي هيواد دصدراعظم په نامه د مى د مياشتې ١١ نيټې ددغه هيواد دملي ورځې له امله اوسلو ته د مبارکي پيغام ليږل شوى دى.
په پيغام کې ويل شوي دي د افغانستان د خلکو په استازيتوب د ناروي دشا هي هيواد د ملي ورځې له امله دډيرو ښو مبارکيو مراتب تاسو او ددغه هيواد دوستو خکو ته څرګندوم .
خوښ يم چې د افغانستان اوددوست هيواد ناروي ترمنځ دوستانه اړيکې دزمانې په تيريدو سره لا زياتې پيا وړي او پراخې شوي دي .
زموږ د هيوادونو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتيژيکي همکاريو موافقه ليک چې په دې وروستيو وختوکې لاسليک شو په ټولو برخو کې د همکاريو د پراختيا څرګندوى دى .موږ ددغه مهم سند لاسليک د افغانستان او ناروي ترمنځ اړيکو کې يوسترګام بولو او هيله لروچې دهغه د مفادو په رڼا کې ددواړو هيوادونو په ګټه د همکارۍ نوى فرصتونه رامنځته شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته