امنیت

درې ځانمرګي واسکټونه د ملي امنيت د موظفينو لاس ته ورغلل

کابل باختردسلواغي دولسمه :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د پکتيکا ولايت د اورګون په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ډلې وسلې اومهمات کشف او ترلاسه کړل .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: دهغو چاڼيزوعملياتو په بهيرکې چې د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ په پيرکوتي سيمه کې ترسره شول؛ څلور آر-پي-جي توغندي، له شريد سره يې، يوسل ډزې، درې ځانمرګي واسکټونه ، د وسايطو ضد دوه ويشت ماينونه، دوه له ځانه جوړ شوي بوشکه يي بمونه، د ډول ډول وسلو په سلګونوګولۍ او چاوديدونکي وسايل چې د ډار اچوونکو فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد د خلکو د سولې او ثبات د دښمنانو له خوا په دغو سيموکې پټ کړى شوي و؛ کشف او ترلاسه کړل.
ويل کيږي ددغو وسلو اومهماتو په کشفولو سره دتروريستي ډلو دڅو ورانکارو او تروريستي فعاليتونو مخه نيول شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته