سیاست

دمالیې وزیر د متحده عربي اماراتو له چارواکو او د ښارجوړونې له وزیر سره جلا جلا کتنې وکړې

-کابل باختر د لړم پنځلسمه
مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي نن د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره وکتل.
دمالې وزارت مطب،عاتي دفترباخترآژاني ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د کور او ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري او د سوداګرۍ وزارت معین هم حضور درلود، پر سوداګریزو اړیکو، د افغاني صنایعو او تولیداتو له پاره د نندارتونونو په جوړیدو او کاري پروسیجر،په قصبه کې د اماراتو د ښارګوټي، د شیخ زاید پوهنتون سره د مرستې، د څښاک اوبو د پروژو ، په افغانستان کې د پراختیایی بانک په جوړیدو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي همکاریو د ناستې په اړه بحث او خبرې وشوې.
مالیې وزیر د افغانستان پراختیایي پروژو د تمویل له پاره د متحده عربي امارتو له خلکو او دولت څخه مننه وکړه.
د امارتو پلاوي ډاډ ورکړ چې د افغانستان صنایعو او تولیداتو له پاره به د نندارتونونو په جوړولو او له افغانستان سره د پراختیایي پروژو د تمویل په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دمالیې وزیر په یوه بله جلا کتنه کې د کور او ښار جوړونې له وزیر سید سعادت منصور نادري سره هم وکتل او له هغه سره یې د دغه وزارت د پراختیایي بودجې د لګښت او د پراختیایي پروژو د پلې کیدو په اړه بحث او خبرې وکړې.
مالیې وزیر وویل چې په اغیزمنه او ګټوره توګه د پراختیایي بودجې لګښت د هغې ژمنې څخه ده چې افغان دولت له نړیوالو سره کړې. ده زیاته کړه د مالیې وزارت د دغې بودجې د لګښت له پاره ټولو بودجوي واحدونو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځ ته کړي دي او هره اداره چې د یادې بودجې په لګښت کې ستونزې ولري، د مالیې وزارت ورسره لازمه مرسته کوي.
د کور او ښار جوړونې وزیر د مالیې وزیر ته د ښار جوړونې وزارت پورې اړوند پراختیایي پروژو د پلې کیدو او پراختیایي بودجې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته