نړۍ

دتيلواوګاز په برخو کې دروسيې دپانګي اچونې دزياتوالي پلان

٣-مسکو ايرنا  دزمري دمياشتې  ٣١ :
دروسيې  حکومت په دغه هيواد کې دتيلو اوګاز اوبريښنا انرژي په برخو کې دڅه ناڅه زرو ملياردو ډالرو دپانګي اچونې دپلان خبرورکړ.
دروسيې دانرژي وزير  الکساندر نوواک پرون ديوې غونډې په  ترڅ کې دنوى کولو له لارې دروسيې داقتصادي پرمختيا په باب څرگنده کړه  چې دسون دموادو  اوانرژي  دټولي پانګي اچونې حجم به دراتلوونکو لسو کلونو په بهيرکې نهه سوه اتياملياردو ډالرو ته ورسيږي .
دروسيې دانرژي وزير وويل:  په روسيه  کې دسون موادو او انرژي دبازار حجم په کال کې شل  زره مليارده ربلو چې له اووه سوه ملياردو ډالرو سره برابره ده دى خو ددغه سکتور دتاسيساتو دپانګي اچونې دپروګرام حجم  همدا اوس په کال کې  څه ناڅه اته اتياملياردو ډالرو ته رسيږي .
ده  تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې دتيلو اوګاز اوبريښنا دتوليد په برخو کې  دزياتې پانګي اچونې ددليل په باب وويل: روسيه به  ترراتلوونکو لسو کلونو پورې  دتيلو دکمښت له يوسلو ديرشو مليونوټنو پورې مخامخ شي .
ده دروسيې دسمندري تيلو له زيرمو څخه دګټې اخيستنې دکچي دزياتوالي طرحو ته په اشاري سره وويل  بايد ددغه هيواد دسمندري تيلو له زيرمو څخه استفاده په سلو کې ترديرشو پورې زياته شي .
روسيه  په ورځ کې  لس مليونه بيرله  اوومه تيل استخراجوي چې په سلو کې پنځوس يې بهر ته صادريږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته